د تهران د اټمي پروګرام پر سر ښايي د ايران او شپږو سترو طاقتونو ترمنځ خبرې نورې هم وځنډېږي.
يوه اروپايي ډيپلوماټ پرون د نوم د نه ښوولو په شرط ويلي؛ ډېر احتمال دا دی، چې د خبرو دويم پړاو د جنورۍ پرځای په راروانه ميلادي میاشت کې ترسره شي.
د اروپايي ټولنې ډيپلوماتان او ايراني چارواکي له څو مياشتو د خبرو د نوي پړاو پر تنظيمولو خبرې اترې کوي.
خو د اروپايي ټولنې چارواکي وايي، ايران د نېټې او ځای په ټاکلو کې ځنډ راولي.
اروپايي ټولنه د امريکا، چين، روسيې، بريتانيا، فرانسې او جرمني په استازيتوب د دغو خبرو منځګړيتوب کوي.