د عراق په فلوجه ښار کې اعتراض کوونکي او سرتېري وژل شوي دي

راپورونه وايي، د عراق په فلوجه ښار کې پنځه تنه سني اعتراض کوونکي او درې سرتېري وژل شوي دي.

د شيعه ګانو په رهبرۍ د حکومت پرضد پرون هم لاريونونه روان وو.

عيني شاهدان وايي، سرتېرو د اعتراض کوونکو د خپرولو لپاره؛ چې پر دوی يې د ډبرو ګوزارونه کول- ډزې کړي دي.

د روغتون سرچينو ويلي، قربانيان وروړل شوي، چې د مرميو له کبله ټپيان شوي دي.

په بله پېښه کې په فلوجه کې وسله والو د پوځ پر ګزمه بريد کړی، راپورونه وايي، درې سرتېري وژل شوي دي.

له ډسمبر مياشتې راهيسې په زرګونو سنيان د شيعه صدراعظم نوري المالکي د حکومت پرضد اعتراضونه کوي.

دوی تور لګوي، چې حکومت دوی په سياسي لحاظ څنډې ته کړي او سنيان ځوروي.

شيعه ګان د عراق ۶۵ فيصده نفوس جوړوي.