د چین جمهور رئیس شي جینپینګ له هغه جاپانې هیئت سره وکتل چې غواړي د چین د ختیځ سمندر د ټاپوګانو پر سر د دواړو هیوادونو تر منځ راپورته شوی تاوتریخوالی کم کړي.
شي نن سهار د جاپانې هیئت له مشر ناتسوو یاماګوچې سره وکتل. یاما ګوچې د جاپان د صدراعظم شینزو ابي یو مکتوب هم له ځانه سره پيکنګ ته وړي دي.
دواړه هېوادونه په لانجمنو ټاپوګانو چې په چین کې یي د یاویو او په جاپان کې یي سینکاکو بولي، د ملکیت ادعا لري.
جاپان په تېرسپتمبر میاشت کې دا ټاپوګان له یوه سوداګر څخه پیرلې وو.
چین او جاپان ویلې، دوي غواړي دا لانجه د خبرو له لارې حل کړي، خو جاپان د چین دا غوښتنه نه مني چې وایي، دا مساله دې د چین د ځمکنې تمامیت د مسلې په نامه مطرح شي.
تایوان هم په دې ټاپوګانو باندې د ملکیت ادعا کړی ده.