د کونړ په دانګام ولسوالۍ کې د القاعده شبکې او طالبانو یو مشر وژل شوی

افغان او ناتو ځواکونو په ګډو عملیاتو کې د کونړ ولایت په دانګام ولسوالۍ کې د القاعده شبکې او طالبانو یو مشر وژلی دی.

د ایساف ګډې عملیاتې قوماندانۍ په یوې اعلامیې کې ویلي، دا کس ولې نومیده، چې په سېمه کې یي د القاعده شبکې او طالبانو ترمنځ اړیکې ټینګول، وسلې یي انتقالولې او د ځان وژونکو لپاره یي انتحاري واسکټونه هم برابرول.

ایساف ځواکونو د هلمند ولایت په نهرسراج ولسوالۍ کې د طالبانو د یوه سېمه يېز مشر د نیولو خبر هم ورکړی دی.