یو پاکستاني الاصله امریکایي په امریکا کې په پنځه دېرش کاله بند محکوم شو

یو پاکستاني الاصله امریکایي، چې ویل کېږي پر ۲۰۰۸ کال د هند په مومبی ښار کې د خونړي برید په تنظیم یې مهم رول درلود پرون په امریکا کې په پنځه دېرش کاله بند محکوم شو.

دیویدکولمن هېډلي David Coleman Headley پر خپل جرم چې د یوې پاکستاني افراطي وسله والې ډلې په استازيتوب یې په مومبی ښار کې د احتمالي اهدافو په اړه معلومات راټولول اعتراف وکړ.

هند لشکرطیبه ډله په دې برید چې یوسل او شپېته کسان پکې ووژل شول تورنه کړې ده. هېډلي په ۲۰۱۰ کال کې موافقه وکړه چې د اعدام له سزا د خلاصون لپاره خپل جرم ومني. له ده سره دا ژمنه هم وشوه چې هند ته به نه سپارل کېږي.

هند تېرکال د محمداجمل قصاب په نوم هغه وسله وال چې پر مومبی په برید کې شامل او ژوندی پاتې شوی و، اعدام کړ.