په جلال اباد کې د خان عبدالغفارخان یا پاچاخان د تلین په مناسبت غونډه جوړه شوې وه

د پښتون مبارز خان عبدالغفارخان یا پاچاخان د تلین په مناسبت پرون په جلال آباد ښار کې یوه غونډه جوړه شوې وه.

په غونډه کې چې د پاچاخان پر مزار جوړه شوې وه، د عدم تشدد د فلسفې په اړه چې د دې ستر شخصیت د مبارزې بنسټ و، ویناوې وشوې. په غونډه کې د سوداګرۍ وزیر انورالحق احدي هم حاضر و.

د غونډې ګډونوالو له حکومت څخه وغوښتل، چې د پاچاخان د مزار نیمګړی کار بشپړ کړي او ښاغلي احدي وویل، چې د غونډې پیغام به ولسمشر ته ورسوي.

پاچاخان د ۱۹۸۸ کال د جنورۍ په شلمه نېټه په پېښور کې وفات شو او د ده له وصیت سره سم په جلال آباد کې خاورو ته وسپارل شو.