د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په توګه د ولسمشربارک اوباما له خوا نومول شوی سناتور جان کري وايي چې امریکا به په افغانستان کې د ولسمشرۍ د تېرځل انتخاباتو په څېر د ۲۰۱۴ کال په انتخاباتو کې له چا سره سازش ونکړي.
ښاغلي کري، چې پرون د سنا د نړیوالو اړیکو کمیټې ته څرګندونې کولې وویل، د ۲۰۱۴ کال د ولسمشرۍ د انتخاباتو شفافیت نه یوازې د افغانستان بلکې د امریکا لپاره هم ډېر زیات اهمیت لري او زیاته یې کړه، چې له دې پرته به امریکایانو او د افغانستان په ماموریت کې د شاملو هېوادونو خلکو ته د دې ماموریت د دوام لپاره قناعت ورکول ډېر ګران کار وي.
کري، چې له تېرو اته ویشتو کلونو راهیسې د بهرنیو اړیکو د کمیټې غړی او له ۲۰۰۹ کال راهیسې یې مشر دی په تېرو څو کلونو کې د افغانستان او پاکستان په د ډیپلوماسۍ کې ډېر زیات دخیل پاتې شوی.