په تاریخي کتابو کې راغلي، چې دا کوټۍ د لوی نایب خوشدیل خان د مجلس ځای وو، خو د وخت په تیریدو سره د محمداکبر خان ښاروال په وخت دغه سیمه پراخه او د بازار شکل یې غوره کړ.
ویل کیږي، چې نوموړي د ښار د نورو بازارونو څخه ټول اهنګران او مسګران دغه بازار ته رانقل کړه.
۷۳ کلن عبدالرحمن کاکو چې په ټک ټک بازار کې د اهنګرۍ دوکان لري وايي، چي پخوانیو حکومتونو به د دغه سیمي څخه د پوځ او پولیسو د قرارګاه په توګه کار اخیسته:
"دلته به عسکر ول، توپونه او ماشینونه به یې ایښي ول، کش او بیګر به وو ټوله به پر اسانو سپاره وه سهار او ماښام به یې شاوخوا ګزمې کولې."
ټک ټک بازار چې اوس تر دوه سوه زیات دوکانونه لري تقریبا په ټولو کې بېلابېل فلزي لوښي جوړیږي لکه کاسې دیګونه بخارۍ انګېټۍ او نور د ضرورت وړ شیان.
سید قازم او سید نجیب اغا چې په ټک ټک بازار کې فلزي لوښي جوړوي وايي، چې دغه بازار ځکه په ټک ټک بازار مشهوره دي، چې د لوښو او نور فلزي شیان د جوړو پر وخت په کې ټک ټک وي:
"دلته بخارۍ ټانګۍ کاسې او نور د اوسپنې شیان جوړیږي او ټوله ورځ په دوکانو کې ټک ټک وي ځکه یې خلک ټک ټک بازار بولي، دا خو نو د وخته دا ټک ټک بازار دی پخوا دا نوی سړک نه وو دا ځای ټوله دوکانونو وو."
د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د تاریخي ابداتو مسوول عزیز احمد عزیز وايي، چې ټک ټک بازار د کندهار د تاریخي سیمو څخه شمیرل کیږي او د نورو ولایتونو او هېوادونو څخه راغلي سیلانیان هم علاقه لري، چې دغه بازار د نږدې وګوري:
د کندهار تاریخي توپخانه بازار اوس خلکو په ټک ټک بازار سره مشهوره کړې.
"ټک ټک بازار د احمدشاهي عصر یو لرغوني بازار دی دلته چې اکثره وخت دا سیلانیان راځي نو ټک ټک بازار خامخا ویني ډیر ورته جالب دي."