حامد کرزي د سولې د پروسې په اړه مشورتي غونډه وکړه

د افغانستان ولسمشر حامد کرزی پرون په ارګ کې له یو شمېر جهادي او سیاسي مشرانو سره د سولې د پروسې په اړه مشورتي غونډه وکړه.

په دې غونډه کې ولسمشر کرزي یو ځل بیا د دې یادونه وکړ، چې هغه طالبان چې په قطر کې د سولې په خبرو کې ګډون کوي باید د طالبانو د تحریک د مشرتابه ریښتیني استازیتوب وکړي.

په دی غونډه کې دغه راز په دی ټینګار وشو، چې د دولت له وسله والو مخالفانو سره د سولې د خبرو یواځینی مرجع د سولې عالي شورا ده.