په افغانستان کې یو پولنډي کوماندو افسر د تروريستي ضد عملياتو په ترڅ کې وژل شوی

پولنډ وايي، چې په افغانستان کې د دغه هېواد يو کوماندو افسر د تروريستي ضد عملياتو په ترڅ کې وژل شوی دی.

د پولنډ دولتي راډيو پرون وويل چې شپږ دېرش کلن تورن کرزيستوف وزنياک لومړني پولنډي کوماندو دي چې په افغانستان کې وژل کېږي.

نوموړي، چې د درو ماشومانو پلار دي، په غزني ولايت کې د وسله والو ياغيانو په حمله کې ووژل شو.

په دې بريد کې درې نور پولنډي پوځيان ژوبل شول.

پولنډ په افغانستان کې څه باندې درې زره سرتېري لري چې تراوسه پوري يې ۳۵ تنه وژل شوي او لږترلږه سل نور ژوبل شوي دي.