د اردن په پارلماني انتخاباتو له برابرو کسانو نه نژدې ۵۷ فيصدو په ټاکنو کې ګډون وکړ

د اردن انتخاباتي مسوولان وايي، د دغه هېواد په پارلماني انتخاباتو کې د رايي ورکولو په شرايطو له برابرو کسانو څخه نژدې ۵۷ فيصدو په ټاکنو کې ګډون وکړ.

د انتخاباتو کميسون پرون د راي ورکولو وخت يو ساعت اوږد کړ.

اخوان المسلمين ګوند، چې انتخابات يې تحريم کړي وو، په ټاکنو کې د رايي ورکوونکو د شمېر په اړه د چارواکو له لوري وړاندې شوې فيصدي رد کړه، ويې ويل: د هغو کسانو، چې رايې يې صندوقونو ته اچولي، اصلي فيصدي پنځه ويشتو ته رسېږي.

اخوان المسلمين همداراز د راي ورکولو په بهير کې د درغليو د کېدو ادعا هم وکړه، ويې ويل چې رايې په بيه اخيستل شوي او د رايو جعلي کارتونه کارول شوي دي.

اخوان المسلمين په دې اعتراض کې چې انتخاباتي سيستم د قبايلي مشرانو او د حکومت د پلويانو په ګټه دي انتخابات بايکاټ کړي ول.

خو د اردن پاچا انتخابات د اصلاحاتو د تدريجي پروسې لور ته د مهم ګام په توګه ياد کړل او ويې ويل چې اصلاحات به پارلمان ته نور واک ورکړي.