د امريکا د استازو جرګې په لوی اکثريت اجازه ورکړه، چې په کافي اندازه پيسې پور کړي

د امريکا د متحدو ايالتونو د استازو جرګې د دې لپاره چې حکومت لږ تر لږه په راتلونکو څلورو مياشتو کې د پور په ورکولو کې پاتې را نه شي په لوی اکثريت اجازه ورکړه چې په کافي اندازه پيسې پور کړي.

د استازو جرګې غړيو دې پرېکړې د هغه مالي بحران مخه ونيوله چې په وجه به يې حکومت مجبوره و چې په اکثرو عامه پروګرامونو کې لګښتونه خورا زيات لږ کړي. د دې په نتيجه کې دا احتمال و چې مالي بازارونه له رکود سره مخامخ شي.

پرون د استازو جرګې د ۱۴۴ مخالفو رايو په وړاندې په ۲۸۵ موافقو رايو د امريکا د پور اوسنۍ اندازه، چې ۱۶ اعشاريه څلور تريليون ډالره ده، د مې تر نولسمې پوري وځنډوله.

د مشرانو جرګې د اکثريت مشر هري ريد وويل چې مشرانو جرګه به ډېر ژر د استازود جرګې په شان رايې ورکړي.

سپينې ماڼۍ د استازو د جرګې د پرېکړې هرکلي وکړ خو ويې ويل چې غوره به وه چې د پور لپاره يې تر دې د اوږدې مودې واک ورکړي وای.