د امريکا د فدرالي حکومت يوه څارنوال يو روسي او د هغه لاتويايي او رومانيايي ملګري د ډېرو خطرناکو کمپيوټري ويروسو په جوړولو تورن کړل.
ويل شوي دي، چې د تورنو کسانو له لوري جوړ شوي ويروس له مالي نظره په تاريخ کې تر ټولو ورانوونکي ويروس دي.
نيکيتا کوزمين، چې روسي دي، پرون د نيويارک په يوه محکمه کې په دې جرم تورن شو چې جوزي ويروس يې جوړ کړي دي.
پر ده دغه راز د درغلۍ او بې اجازې د نورو مربوطو کمپيوټرونو ته د ننوتو تورونه هم لګول شوي دي.