ولې افغان ناروغان د درملنې لپاره بهرنیو هېوادو ته ځي؟

سره له دې، چې په وروستیو لسو کلونو کې د افغانستان له روغتیا وزارت سره د سلګونو میلیونو ډالرو مرستې شوي او هم نژدې په هر ولایت کې ګڼ شمېر خصوصي روغتونونه او کلینیکونه جوړ شوي دي، خو بیا هم هره ورځ یو زیات شمیر ناروغان د درملنې لپاره پيښور او د پاکستان نورو ښارونو ته ځي.

دا چې ولې ناروغان په هېواد کې دننه د درملنې پرځای پاکستان ته راځي، څو تنو يې ازادۍ راډیو ته وویل:

"نوم مې شامحمد دی له مزاره راغلی یم، ناروغ مې ځکه دلته راوستی، چې په افغانستان کې د ناروغ سم تشخیص نه کیږي. ناروغي به یې په سر کې وي، خو دوايي به د پښو لپاره ورکوي.

هلته په ډیرو منډو ستړي شو، کله یوه او کله بل ډاکتر ته ورځو او بده يې لا دا چې هر یو يې مختلفې خبرې کوي. له ناچارۍ بلاخره دلته راشو.

حمید الله نومیږم له خوسته راغلی یم، پلار مې د بډوډو تکلیف لري. هلته مې ډیرو ډاکترانو ته بوته خو هیڅ ګټه يې ونه کړه اخیر دې ته مجبور شوم چې پيښور ته یې راولم.

سمیر وفايي نومیږم او له تخاره راغلی یم، پلار مې د زړه رنځو دی هلته ډاکترانو جواب راکړ چې په افغانستان کې یې درملنه نه کیږي اوس دلته راغلي یو ګورو چې څه کیږي."


دوي همدا راز شکایت کوي، چې د افغانستان په ډیری روغتونونو په تېره بیا په هغو خصوصي روغتونونو کې، چې بهرني ډاکتران یې راوستي دي، معیار په پام کې نه نیول کیږي، ډیری بهرني ډاکتران یې تخصص او په طبابت کې لازمه تجربه نه لري.

ډیری ځل له یوه ناروغ سره څو څو پایوازان هم وي، چې پر اوږدو و سختو لارو او درنو مالي لښګتونو سربیره په پيښور کې هم له بېلابېلو مشکلاتو سره مخ کیږي.

دوي د پولیسو د زور زیاتي ترڅنګ په خصوصي روغتونونو کې د ناروغانو د پایوازانو لپاره خونو له نشتوالي هم شکایت کوي:

"حمید الله: لومړی خو په تورخم کې غټ مشکل دی، ویزه غواړي که ویزه ولرو بیا هم بهانې کوي بیا چې د ښار حدودو ته داخل شو نو څو ځایه پولیس رانه پیسې اخلي او کله کله خو داسې وشي چې ناروغ پر ډاګ پاتې وي او پایواز یې په تاڼه کې بندي شي.

بل مشکل په روغتونونو کې د پایوازانو لپاره د کوټو او مناسب ځای د نشتوالي دی، تر شنه اسمان لاندې په سپيره ځمکه ناست یو اوړی مو ګرمي کباب کړي او ژمی له ډيره یخه نیني چیچو.

شاه محمد: په ډيره ګرانه تر روغتونه راورسیږو، بیا که بهر ته د تګ ضرورت پیښ شي نو د پولیسو له ویرې وتلی نشو."


د دوي په خبره ډيری ناروغان، چې په بیړه او عاجل حالت کې پاکستان ته راځي نو نشي کولای چې د ویزې لپاره اوږد انتظار وباسي او غوښتنه کوي، چې ناروغانو ته باید په تورخم کې ځانګړي اسناد ورکړل شي ترڅو په ډاډه زړه په پاکستان کې پرې وګرځيدی شي.

دوي وايي، که په کور دننه روغتيايي اسانتياوې زياتې شي نو خلک به د سفر له غمه خلاص وي او هغه پيسې چې په پاکستان کې يې په درملو ورکوي هغه به په وطن کې پاتې کیږي:

"سمیر وفايي: که په افغانستان کې د قلبي امراضو د درملنې سم مرکز یا روغتون وای نو دلته مو څه بلا غوښته چې راتلو؟

فکر وکړئ چې یو مریض له تخاره تر پيښوره له څومره مشکلاتو سره مخ کیږي.

که په کور دننه مو سم روغتونونه او مسلکي ډاکتران درلودی نو زه به ولې له خوسته پيښور ته راتلم."


جمهور رئیس حامد کرزي، چې څه موده وړاندې يې په کابل کې د ډاکترانو یوه سیمینار ته وینا کوله په هېواد کې له روغتیايي ستونزو شکایت وکړ او افغانستان يې په ساینس او طبابت کې یو وروسته پاتې هېواد وباله.

که څه هم نوموړي په دې برخه کې د سمدستي اصلاحاتو راوستو خبر ورکړ، خو خلک بیا شکایت کوي، چې روغتیا وزارت عملاً په دې برخه کې هیڅ اقدامات نه کوي.

راپور: مجیب الرحمان انګار