په اردن کې د پارلماني انتخاباتو لپاره رایي ورکول پیل شول. اخوان المسلمین ډلې او یو شمېر نورو اپوزسیون ډلو ویلي دي چې په دې انتخاباتو کې ګډون نه کوي.
د اردن پاچا عبداله وایي، د ډیموکراتیکو اصلاحاتو د تدریجي بهیر په لور انتخابات اصلي ګام دی چې اخیستل کیږي. د اردن پاچا له دوو کلونو راهیسې د عربي پسرلي له پاڅون سره ډیموکراتیک اصلاحات په خپل هېواد کې پیل کړي دي.
اخوان المسلمین ډلې، چې د اردن ستره سیاسي ډله ده د اپوزسیون له نورو ډلو سره یو ځای ویلي دي، چې انتخاباتي قانون د قبایلي مشرانو او حکومت ملاتړیو په ګټه جوړ شوی او د سیاسي ډلو حقوق په کې تر پښو لاندې کیږي.
تر انتخاباتو مخکې داسې رپوټونه خپاره شول، چې ډیرې رایي پلورل شوې دي.
د اردن په پارلماني انتخاباتو کې یوزرڅلور سوه کاندیدان یونیم سل څوکیو ته سره دریدلې دي.
د اسلام پلوه ډلو له نه ګډون سره سره د اردن د درې میلیونه هغو خلکو له ډلې چې د رایي ورکولو حق لري نژدې اویا فیصدو په انتخاباتو کې د برخې اخیستلو لپاره نومونه لیکلې دي.