د بریتانیا صدراعظم ډیویډ کامرون وایی، که چیرته د ده حکومت بیا انتخاب شي، دی به په اروپایي ټولنه کې د بریتانیا د پاتیدو لپاره تر دوه زره اوولسم کال مخکې نظرپوښتنه وکړي.
د بریتانیا راتلونکي عمومي انتخابات په دوه زره پنځلسم کال کې ترسره کیږي. په لندن کې کامرون په خپله وینا کې دا هم وویل چې نن سبا تر بل هر وخت له اروپایي ټولنې سره د خلکو دلچسپي لږه شوې ده. نوموړي زیاته کړه:
« اوس د دې وخت رارسیدلی چې د بریتانیا خلک خپله خبره وکړي. اوس هغه وخت دی چې د بریتانیا او اوروپا دغه سوال حل شي. اوس زه د بریتانیا خلکو ته وایم، دا ستاسو پریکړه ده»
کامرون د اروپایي ټولنې د اووه ویشت غړیو هیوادو په ټولنه کې د اصلاحاتو غوښتنه هم وکړه، داسې اصلاحات چې په حساب کتاب کې ډیموکراتیکو اصولو ته ډيره پاملرنه وشي او هر هیواد ډير ځانګړی واک خپل کړي.
کامرون همداراز وویل، اروپايي ټولنه باید د پاتیدو او پرمختګ لپاره د خپلو ولسونو په مرسته تغییر رامنځته کړي.
دغو اصلاحاتو ته د اروپایي ټولنې د هیوادو په مرکزونو کې اندیښنې پیدا شوې دي.