د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د سوریې اپوزسیون ملامته کړ، چې د دغه هېواد د کورنیو شخړو د پای ته رسیدو مخه نیسي.
لاوروف نن په ماسکو کې وویل، د سوریې اپوزسیون ټینګار کوي چې ولسمشر بشار الاسد دې له جمهوري ریاسته لرې شي او همدا د اوربند اصلي شرط ګڼي. لاوروف زیاته کړه:
« اصلي مانع د اپوزسیون غوښتنه ده چې د بشار الاسد رژیم نسکوره کړي، ترڅو چې دا سخت دریځ پر خپل ځای وي، هیڅ سم کار به ونه شي»
لاوروف همداراز تور پورې کړ چې د لویدیځ او منځني ختیځ یو شمیر هیوادونه د سوریې د اپوزسیون د دغه سخت دریځ مسووله دي. لاوروف زیاته کړه چې یوازې روسیې هڅه کړې چې د سوریې اپوزسیون دې ته رامات کړي چې وضعیت سم شي، د وینو تویدو مخه ونیول شي او د سوریې د خلکو ژوند وژغورل شي.