نړېوال بانک د ملي پیوستون له پروګرام سره دوه نیم سوه میلیونه ډالره مرسته وکړه

نړېوال بانک د افغانستان د کلیو د پراختیا وزارت د ملي پیوستون له پروګرام سره دوه نیم سوه میلیونه ډالره وړیا مرسته وکړه.

د دې مرستې تړون نن د مالیې وزارت د مرستیال او د افغانستان لپاره د نړېوال بانک مشر رابرت سام لخوا لاسلیک شو.

د کلیو پراختیا وزیر ویس احمد برمک د دې تړون د لاسلیک کولو پر مهال خبریالانو ته وویل، چې د ملي پیوستون درېیم پړاو اوس هم ۲۴۶ میلیونو ډالرو ته اړتیا لري:

(په مجموع کې کومه بودیجه چې د ملي پيوستون پروګرام د دریم پړاو لپاره وړاندوینه شوې ۲۴۶ میلیونه ډالره ده چې موږ هیله مند یو تر لاسه یې کړو )

افغان چارواکي وايي، د ملي پیوستون پروګرام لپاره په ۳۴ زره کلیو کې ۶۵ زره پروژې ډیزاین شوي، چې له هغې جملې څخه یې تراوسه په دوو پړاونو کې ۵۲ زره پروژې بشپړې شوې او په دریم پړاوکې به ټولې بشپړې شي.
.