م.م د شمالي کوریا له خوا د توغندي ازموینه غندلې ده

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په خپل وروستي پریکړه لیک کې د شمالي کوریا له خوا د توغندي ازموینه غندلې ده.

دا پریکړه لیک د شمالي کوریا د یو شمیر چارواکو پر سفرونو بندیز لګوي او پر اساس يې د هغو کمپنیو پانګې کنګل کیږي چې په تیر دسمبر میاشت کې د شمالي کوریا د توغندي د ازموینه په مسله کې ښکیلې دي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یو ځل بیا له شمالي کوریا څخه غوښتنه کړې چې له خپل اټومي پروګرام لا س واخلي.

دا په تیرو څلورو کلونو کې لومړۍ ځل دی چې ملګري ملتونه پر شمالي کوریا لګول شوي بندیزونه سختوي.

شمالي کوریا بیا سمدستي دا پریکړه لیک رد کړې او ویلي دي چې دا هیواد به خپل پوځي او اټومي فعالیتونه پراخ او چټک کړي.