د افغانستان له طبیعي پیښو سره د مبارزې ادارې د بخښنې د نړېوال سازمان اېمنسټي انټرنېشنل هغه راپور په کلکه رد کړ، چې ویلي وو په کابل او هرات ولایتونو کې د کورنیو بې ځایه شویو کډوالو په کمپونو کې اولس تنه د یخنی له امله مړه شوي دي. په مړو کې یولس تنه یي ماشومان ښودل شوي دي.
له طبیعي پیښو سره د مبارزې او بیړنو حالاتو د کمیټې مرستیال محمد اسلم سیاس له ازاد راډیو سره په خبرو کې دغه راپور بې اساسه وباله او ویي ویل، چې د دوي د احصایو له مخې یواځې یوه ښځه او یو ماشوم د یخنی له امله وژل شوی دي.
په کابل کې د بې ځایه شویو خلکو د یوه کمپ څو تنو اوسیدونکو ازادی راډیو ته تایید کړه، چې یوازې د دوي په کمپ کې سړې هوا څو ماشومان وژلي او سربېره پر دې بېلابېلې ناروغۍ هم رامنځته کړي.
اېمنسټي انټرنیشنل همداراز د ځینو فعالانو له قوله لیکلي، چې حکومت او مرستندویه ټولنو په سمه توګه په بې ځایه شویو او کډوالو مرستې نه دي ویشلي.