یوناما په افغانستان کې خپل د دویم پړاو ماموریت پیل کړی

یوناما یا په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت وايي، چې د افغانستان د انتخاباتو د اړتیاوو د ارزونې لپاره یې خپل د دویم پړاو ماموریت پیل کړی دی.

یوناما په یوې مطبوعاتي اعلامیې کې ویلي چې دغه ماموریت د افغانستان د انتخاباتو دخپلواک کمیسیون په بلنه پیل شوی او په همدې هدف یو څلور کسیز پلاوی کابل ته راغلی دی.

د اعلامیې له مخې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون چارواکو ویلي چې د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو د ۲۰۱۴ کال د انتخاباتو د اړتیاو د پوره کولو لپاره دغه ارزیابي مهمه ده.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون مسئولینو ویلي، چې ددې کمیسیون له مسئولینو سره د یوناما د ټیم د غړو خبرې روانې دي.