ډیویډ پیرس له افغان چارواکو سره له لیدنې وروسته نن اسلام اباد ته روان شو

په کابل کې د امریکا سفارت وايي، چې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي مرستیال ډیویډ پیرس له افغان چارواکو سره له لیدنې وروسته نن اسلام اباد ته روان شو.

ښاغلي پیرس تیره ورځ ناوخته د ارګ په ماڼۍ کې له ولسمشر حامد کرزی سره وکتل او په بیلابیلو مسایلو یې خبرې وکړې.

د ارګ ماڼۍ په یوې مطبوعاتي اعلامیې کې ویل ولسمشر حامد کرزي په دې کتنې کې ټینګار وکړ چې واشینګټن ته دده د سفر په ترڅ کې شوې پریکړې باید عملي شي .

ولسمشر کرزي ټینګار کړی چې په قطر کې د طالبانو دفتر باید د افغانستان ، امریکا او قطر ترمنځ د لیکلې موافقې پربنسټ جوړ شي.

د امریکا د ځانګړي استازي مرستیال په داسې حال کې سیمې ته سفر کوي چې له وسلوالو طالبانو سره د خبرو د پیلیدو لپاره هڅې ګړندۍ شوي دي.