اسراییلیان نن په عمومي انتخاباتو کې برخه اخلي

اسراییلیان نن په عمومي انتخاباتو کې برخه اخلي. نظر پوښتنې ښيي چې د صدراعظم بنیمین نتنیاهو راي به بیاهم په پارلمان کې زیاتې وي، خو له ده سره په ائتلاف کې د ګډونکونکو نورو ګوندونو په انډول کې ممکن د پام وړ بدلون راشي.

صدراعظم نتنیاهو په بیت المقدس کې د رایو په یوه مرکز کې له راي اچولو وروسته خبریالانو ته وویل:

“مونږ غواړو اسرائیل بریالې شي، پدی توګه مونږ لیکود - بیتنا ته راي ورکړه. څومره چې لیکود - اسرائیل بیتنا غټیږي، په هماغه اندازه به اسرائیل نور هم بریالي شي، زما ټوله کورنۍ پدي اړه له ماسره بشپړ توافق لري”.

نتنیاهو وویل، هیله من دی چې ښې اړخی ایتلاف یعنې لیکود ګوند او غیر مذهبې ملت پال ګوند اسرائیل بیتنا به د رايو ستره برخه وګټې.

له نظرپوښتنو څخه داسي ښکارې، که څه هم چې لیکود - بیتنا ممکن د اسرائیلو د پارلمان د ۱۲۰ څوکیو اکثریت وګټې، خو دا دواړه ګوندونه ممکن لس څوکۍ وبایلې. ددي یو علت دادی چې د سیاست ډګر ته د نفتالي بینیت په مشرۍ د یهود یانو کور په نامه نوی ملت پال ګوند داخل شویدی.

څلوېښت کلن بینیت ته چې له پخواني شوروي اتحاد څخه د راغلو ځوانو یهودیانوڅخه یې ډېرې راي ترلاسه کړې، د اسراییلو په سیاسي ډګر کې د نوي مشهور ستوري لقب ورکړل شویدی.

د انتخاباتي کمپاین پرمهال خلکو د ده دا وینا په تودو احساساتو بدرګه کوله چې وایی ، د اسراییلو په ساحې کې دننه د فلسطیني دولت د جوړېدو د مخنیوي لپاره به په خپل توان هڅه وکړي.