د پاکستان استخباراتي ادارې ۷مشکوک وسلوال تر یو کال د زیاتې مودې لپاره په بند کې ساتلي وو

د پاکستان استخباراتي ادارې یا اۍ ایس اۍ اوه مشکوک وسلوال پرته له دې چې محکمې ته يې پر ضد کافي ثبوتونه او دلایل وړاندې کړي تر یو کال د زیاتې مودې لپاره په بند کې ساتلي وو.

د پاکستان د استخباراتي ادارې یا اۍ ایس اۍ یو حقوقي مشاور د دوشنبې په ورځ سترې محکمې ته وویل، پوځي چارواکو ځکه دا خلک په بند کې ساتلي وو چې باور یې درلود په تروریستي فعالیتونو کې لاس لري.

د پاکستان استخباراتي ادارې دا اوه کسان د یولسو مشکوکو کسانو په یو ډله کې نیولې و.

دوي په ۲۰۰۷ م کال کې د اۍ ایس اۍ پر مامورینو د ځان وژونکېو بریدونو او همدارنګه د هوايي ځواکونو پر یوه اډه د راکټي برید سره د تړاو په تور نیول شوې وو.

له دې ډلې څخه څلور تنه یې په مرموزه توګه په زندان کې مړه شوي دي.

په ۲۰۱۰ م کال کې په پاکستان کې د تروریزم ضد یوې محکمې ددې کسانو د خوشي کېدو امر کړی و خو دوی بیا هم بندیان ساتل شوې وو.

د پاکستان د سترې محکمې په وړاندې دا دوسیه یو ازموینه ګڼل کېږي چې ایا د پوځۍ استخباراتي ادارې سره چې په دې هیواد کې یوه موازي ادارې بلل کېږي حساب کتاب کولی شي کنه.