هند کې جنسي تیري کونکو ته د اعدام غوښتنه وشوه

په هند کې د هغې نجلۍ پلار چې په نوي ډیلي کې د یوې ډلې له خوا د جنسي تیري وروسته مړه شوه ، تیري کونکو ته د اعدام غوښتنه کړې ده.

ټاکل شوې ده، چې د تورونو کسانو محاکمه نن په نوي ډیلي کې پیل شي.

د نجلۍ پلار د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، د دغې جرم ترسره کونکي د ژوندي پاتي کیدو حق نه لري.

د دې لپاره چې پر دغې ۲۳ کلنې انجلۍ د جنسي تیري په تور د نیول شوو کسانو محاکمه په چټکۍ سره ترسره شي ،د هند قضايي قوې ورته یوه خاصه محکمه جوړه کړې ده.

په دې قضیه کې د لاس لرولو په تور پر نیول شوو پینځو کسانو د وژنې ، جنسي تیري او تښتونې تورونه لګیدلي دي.

تمه کیږي چې څارنوالان به تورونو کسانو ته د هغوي د جرم د ثابتیدو په صورت کې د اعدام د سزا غوښتنه وکړي.

په دې قضیه کې شپږم تورن کس چې ۱۷ کلن دی د تنیکو ځوانانو لپاره په یوې جلا محکمه کې محاکمه کیږي.