د کابل پر درياب مشهور پلونه کوم دي؟

د لرغوني کابل د جغرافيايي موقعيت په اړه څو روايته موجود دي، يو روايت دا دی، چې دا ښار د لوګر د سيند دواړو غاړو ته پروت و، ورو، ورو د شمال لوېديځ خواته پراخ شوی دی، له کمريو او شېوکيو تر شير دروازې او بيا وروسته د جنوب لوديځ لور ته تر مهتاب باغ او مهتاب قلعه پورې، همداسې د ختيځ لورته تر بتخاک او بګراميو غزيدلی.

بل روايت دا دی، چې لرغونی کابل د څو غونډيو ترمنځ اباد ولکه: د مرنجان تپه ، کلوله پشته ، بي بي مهرو او داسې نورې.

تاريخ ليکوال د پخواني کابل مهم مرکز اوسنی زوړ ښار، مرادخاني، ده افغانان داسې تر شير دروازې او باغ علم ګنج پورې يادوي، چې دا سيمې به د کابل درياب سره بيلولې.

د درياب دواړه غاړو ته پرتو کابليانو د هغه وخت له امکاناتو سره سم پر درياب پلونه تړلي و، چې پلي پياده کسان به دواړو غاړو ته پر پورې وتل، وروسته چې موټر راغلل، پر دریاب ستر پلونو هم وتړل شول.

يو پخوانی مشهور پل چې اوس يې هم ځينې نښانې د مراخاني په سيمه کې ليدلې کېږي، د ( يک پیسه ګي) پل دی، له دې پله به د تيريدلو پر مهال له هر چا، يوه پيسه هم اخيستل کېده

د کابل ښار د مشهورو پلونو په اړه دا خپرونه واوري.

Your browser doesn’t support HTML5

ژوند په شیبو کې