بارک اوباما د ولسمشرۍ د دوهمې دورې د پیل لوړه کوي

ټاکل شوې ده چې باراک اوباما نن د امریکا د ولسمشر په توګه د خپلې دوهمې دورې د پیل لوړه پر ځای کړي.

د امریکا د اساسي قانون له مخې په رسمي توګه د لوړې دا مراسم باید د جنورۍ په شلمه نیټه په سپینه ماڼۍ کې په محدوده توګه ترسره شي.

له دې وروسته به جمهور ریيس اوباما د دوشنبې په ورځ د شاوخوا اته سوه زرو کسانو په حضور کې د دهم ځل لپاره لوړه وکړي.

ولسمشر اوباما د هغه میرمن او دوه لوڼو يې د اونۍ په پای کې داوطلبه خدماتو ته د خلکو د هڅولو په لړ کې د خدمتونو د ملي ورځې په ترڅ کې په واشنګټن کې د یوه ښونځي د کتابونو المارۍ رنګ کړې.

مرستیال ولسمشر جو بایډن او د نوموړي میرمن بیا د امریکايي ځواکونو او ژوبل شوو سرتیرو لپاره د مرستو برابرولو چارې ترسره کړې.