په کابل کې نن د لسو زرو فارغانو څخه د کانکور ازموینه واخیستل شوه.
د افغانستان د لوړو زدکړو وزیر ډاکټر عبیدالله عبید په کابل کې یوه خبري غونډي ته وویل؛ چی په پوهنتونونو او د لوړو زدکړو په موسساتو کې د محصلانو د جذب کچه ډیره شوې.
نوموړي زیاته کړه، ټاکل شوې، چې سږ کال لوړو زدکړو او نیمه عالي موسسو ته اتیا زره ګډون کونکي جذب شي.
"درې کاله مخکې شاوخوا څلورویشت زره کسان لوړو زده کړو ته منل کیدل؛ خو اوس مو د لوړو زده کړو له څلورڅلویښت زره او همداراز د نیمه عالي او شپې پوهنتونو له جذب سره دا شمېر اتیا زرو ته ورساوو؛ چې دا یو لوړ ظرفیت ښکارندوی دی."
ټاکل شوې ده په کابل کې د کانکور آزموینې د یو پنځوس زره ګډونوالو څخه په څلورو پړاونو کې آزموینه واخیستل شي.
د افغانستان د لوړو زده کړو د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې روان کال په ټول افغانستان کې له یو لک و نوي زره فارغینو څخه د کانکور آزموینه واخیستل شي؛ چې څلویښت په سلو کې یې انجوني دي.