په پکتيکا کې يو کس په علني محاکمه کې په لس کاله بند محکوم شو.
د پکتيکا چارواکي وايي، د دې سړي د بد چلند له کبله د ده مېرمن ځان ته اور اچولى او وژلى و.
د استناف محکمې ریيس محمد حکيم کونړي پرون رسنيو ته وويل، چې په هغه چې ښځې ځان سېزلی دی، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي د قانون د ۲۱ مادې له مخې د لسو کالو د حبس حکم کوو.
د پکتيکا والي محب اله صميم وويل، چې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي د ختمېدو او د قانون د پلي کېدو لپاره دا ډول علني محاکمو ته اړتيا ليدل کېږي.
د جانور په نامه تورن کس وويل، که څه هم دوه ودونه لري، خو له دواړو سره يې ښه چلند کړى او پر ځان لګېدلي تورونه يې رد کړل.