د نفوس زياتوالي اندېښنې زياتې کړي

د دې خپرونې په دوو ساعتونو کې په دوو جلا موضوعاتو بحث شوی دی.

په وروستیو لسو کلونو کې د افغانستان د ښارونو نفوس زیا شوی دی او اوس ویل کېږي چې تقریباً نیمايي افغانان په ښارونو یا ښارګیو کې اوسي.

د کابل نفوس شاوخوا پنځه ملیونه ښودل کېږي، د کندهار، هرات، مزارشریف، جلال اباد او خوست نفوس درې برابره زیات شوی دی.

ښار ته د خلکو مهاجرت د هغوی پر ژوند ژواک او کلتور ژورې اغېزې لري. ښايي له اقتصادي نظره دا اغېزې منفي وي خو له کلتوري پلوه مثبت اړخونه هم لري.

ښاري ژوند قبایلي رشتې له منځه وړي، نجونو او هلکانو ته د تعلیم یو شان امکانات برابروي او دغه راز ښځو ته فرصت ورکوي چې په ټولینزو فعالیتونو کې برخه واخلي.

خو د حکومتونو فشار زیاتوي، حکومت مجبورېږي چې لا زیاتو خلکو ته ښاري خدمات وړاندې کړي. له بلې خوا د ښارونو له لویېدو سره جرمونه زیاتېږي.

په یاد لرئ چې د دې خپرونې په دوهم ساعت کې د مالیې پر قوانینو خبرې کوو. زموږ مېلمانه به درته ووايي چې څوک باید څومره مالیه ورکړي.


Your browser doesn’t support HTML5

تر شنه اسمان لاندې لومړۍ برخه


Your browser doesn’t support HTML5

تر شنه اسمان لاندې- دويمه برخه