د هرات په ګزري ولسوالۍ کې نن غرمه مهال درنه چاودنه وشوه.
په هرات کې د پولیسو د زون ویاند عبدالروف احمدي ازادي راډيو ته وویل؛ چې دا چاودیدونکي مواد په دوو موټر سایکلونو ځای پرځای شوي وو.
د ګزرې ولسوال نثار احمد پوپل آزادي راډیو ته وویل؛ چې د حمله کوونکو هدف د ولسوالۍ ودانۍ و.
په دې پیښه کې دواړه موټر سایکل سواره وژل شوي دي او بل چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
ده څرګنده کړه، چې د دې پیښې د څرنګوالي په اړه څیړنې پیل شوي دي.