د بريتانيا صدراعظم "ډېوېډ کامرون" پرون د خپل هېواد پارلمان ته وويل؛ چې په الجزاير کې د برمته نيونې بحران پای ته نه دى رسېدلى؛ بلکې وضعيت لا هم نازک او خطرناک دى.
کامرون وويل چې د الجزاير پوځيان لا هم تروريستان تعقيبوي او د ليبيا پولې ته څېرمه د "ان امناس" د ګازو د تاسيساتو په يوه برخه کې د برمته شويو د موندلو لپاره تالاشي کوي.
ده وويل، په پاتې برمته شويو کسانو کې د بريتانيا، الجزاير او لږ تر لږه اوو نورو هېوادونو اتباع شامل دي.
کامريون پرون وويل، دى نهيلى شوى، چې الجزاير، د ژغورنې د دغو عملياتو په باب مخکې له مخکې معلومات نه دي ورکړي:
"موږ ته په دې برخه کې مخکې له مخکې معلومات نه وو راکړل شوي. د الجزاير صدراعظم هغه وخت راته وويل؛ چې دا عمليات پيل شوي وو. ده وويل، چې تروريستانو هڅه وکړه وتښتي، دوى پوه شول، چې د برمته شويو کسانو ژوند ته بېړنى خطر متوجه دى او ده ځان مسوول وباله چې اقدام وکړي."
د الجزايردولتي خبري اژانس پرون وويل؛ چې د ژغورنې په عملياتو کې نژدې ٦٥٠ تنه برمته شوي کسان خوشې شوي؛ چې تر ٧٠ زيات يې بهرنيان دي. خپلواکو سرچينو دغه ارقام نه دي تاييد کړي.
د الجزاير دولتي رسنۍ وايي، په دغو عملياتو کې تر اوسه ١٨ ته تروريستان وژل شوي دي.