د الجزایر دولتي رسنیو د دې هېواد په لیرې پرته سیمه کې د برمته وو؛ د ژغورنې لپاره د پوځي عملیاتو د پای ته رسېدو خبر ورکړی.
اې پي اس APS خبري آژانس د دولتي چارواکو له قوله چې نومونه یې نه دي یاد کړي؛ خبر ورکړی، چې د حکومت پوځي عملیات پای ته رسېدلي؛ خو په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.
وسله وال یاغیان ادعا کوي، چې پنځه دېرش برمته او پنځلس یرغمل نیوونکي د پوځ د پرونیو عملیاتو په نتیجه کې وژل شوي. د الجزایر د اطلاعاتو وزیر محمد سید Mohammed Said مرګ ژوبله تایید کړه؛ خو دقیقه شمېره یې ونه ښودله.
د الجزایر رسنیو راپور ورکړی، چې ګڼ شمېر بهرنیان د دې عملیاتو په ترڅ کې ژغورل شوي. د پوځ له خوا دا عملیات د چهارشنبې په ورځ وروسته له هغه وشول؛ چې یاغیانو د پلازمېنې الجزایر د جنوب په ۸۰۰ کیلومترۍ کې د صحارا دښتې د اېن امېناس In Amenas د ګاز په تاسیساتو کې لسګونه بهرنیان برمته کړل.
د یرغمل نیوونکو غوښتنه دا وه، چې فرانسه دې په مالي کې د افراطي وسله والو پرضد خپل پوځي عملیات بند کړي.
متحدوایالاتو پرون وویل، چې په روان بحران کې د انساني تلفاتو په خاطر اندېښنه لري. د سپینې ماڼۍ ویاند جې کارني Jay Carney پرون وویل؛ چې د تلفاتو شمېر او د قربانیانو هویت نشي تاییدولای:
"اوس مهال زموږ لومړیتوب په دې جریان کې د دخیلو امریکایانو د حالت معلومول او د پېښ شوي جریان په اړه پوره معلومات ترلاسه کول دي. دا یو بدلېدونکی حالت دی. موږ د الجزایر له حکومت څخه د دې مسئلې په اړه وضاحت غواړو."
د برتانیا د صدراعظم ډېوېډ کمېرون ویاند وویل؛ چې په الجزایر کې د برمته وو د ژغورنې د عملیاتو په اړه برتانیا ته له مخکې هېڅ راز معلومات نه وو ورکړل شوي او د فرانسې ولسمشر فرانسوااولاند Francois Hollande وویل؛ په الجزایر کې د برمته نیونې بحران وښوده؛ چې په ګاونډي مالي کې د فرانسې مداخله د توجېه وړ وه.
د الجزایر د کورنیوچارو وزیر "داهو اولد - کابلیا Daho Ould Kabela وویل؛ چې د برمته نیوونکو مشر د افغانستان د جهاد ګډونوال افراطي اسلامپال مختار بلمختار Mokhtar Belmokhtar دی چې په صحارا کې یې خپله وسله واله ډله جوړه کړې ده.