په مزار شریف کې د جوزجاني په مارکیټ کې اورلګیدنه کنترول شوه

په مزار شریف کې چارواکي وایي، دوي توانیدلي چې د جوزجاني په نامه د جامو په یوه مارکیټ کې اورلګیدنه کنترول کړي.

د بلخ د امنیه قومندانی د امنیت امر ډګروال عبدالرزاق قادري ازادۍ راډيو ته وویل، چې په دې مارکیټ کې شاوخوا ۸۰ کسه بند پاته وو، چې د کرنونو په واسطه هغوي وژغورل شول.

د ښاغلي قادري په وینا په دې اورلګیدنه کې درې کسه ټپیان شوي دي او تر څنګ یې ګڼ مالي زیانونه اړولي دي.

د دې اورلګیدنې علت تر اوسه نه دی څرګند.