"تر۲۰۱۴ کال پورې به د سولې پروسه په بریالیتوب سره پرمخ لاړه شي"

د افغانستان د سولې عالي شورا په قطر کې د طالبانو لپاره د سیاسي دفتر له جوړیدو څخه د هغه هیواد دصدراعظم د ملاتړ هرکلی و کړ چی وايي، تر۲۰۱۴ کال پورې به د سولې پروسه په بریالیتوب سره پرمخ لاړه شي.

د دغه شورا چارواکي وايي له دې فرصت څخه بایدنړیواله ټولنه،افغان حکومت او وسله وال مخالفین ښه ګټه پورته کړي او ټول اړخونه دې په افغانستان کې دسولې د ټينګښت لپاره د ملي ګټو په چوکاټ کې پریکړې وکړي.

محمد ویس صمیم په دې اړه د سولې د عالي شورا له غړي عبدالحکیم مجاهد سره مرکه کړې او په لومړي سرکې یې په قطر کې د طالبانو لپاره د دفتر له جوړیدو څخه د هغه هیواد د صدراعظم د هرکلي په اړه پوښتنه کړې؟

Your browser doesn’t support HTML5

د سولې د عالي شورا له غړي عبدالحکیم مجاهد سره مرکه