په کابل کې شپږ حمله کوونکي وژل شوي

Your browser doesn’t support HTML5

د کابل ښار په صدارت څلورلارې کې د نن ورځې د چاودني په نتیجه کې شپږ تنه وژل شوي او دیرش نور ټپیان شوي دي. د کابل د امنيي قومندانۍ د جناني جرمونو په وړاندې د مبارزې ريیس جنرال ظاهر ازادي راډيو ته وویل، چې په دې پیښه کې شپږ حمله کوونکي وژل شوي او دیرش تنه ملکي وګړي ټپیان شوي دي. دغه چاودنه نن غرمه دولس بجې په صدارت څلور لارې کې د ملي امنیت د عمومي ریاست نظارت خانې ته نږدې وشوه. له چاودنې وروسته ډزې هم وشوې، د کابل د امنیې قومندان جنرال ایوب سالنګي وایي، چې یوه تن حمله کوونکي ځان پورې تړلي چاودیدونکي وچول او پنځه نور یې د امنیتي ځواکونو له لوري ووژل شول. د دې چاودنې مسولیت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخیستی.