د الطاهري ملاتړي پراخ اعتراض ته د دریمې ورځې په مخه دوام ورکوي

د پاکستان په مرکز اسلام اباد کې د پارلمان ودانۍ ته نژدې د دیني عالم قادر الطاهري ملاتړي پراخ اعتراض ته د دریمې ورځې په مخه دوام ورکوي.

قادري چې پنځه کاله په کاناډا کې اوسیده په وروستیو کې پاکستان ته ستون شوی دی. دی د حکومت د ړنګیدو غوښتنه کوي او وایي چې دا حکومت په اداري فساد اخته دی او وړتیا نه لري.

بل لور ته د پاکستان سترې محکمې پرون د اداري فساد په تور د صدراعظم راجا پرویز اشرف او د حکومت د پنځلسو نورو چارواکو د نیولو امر وکړ. د اسلام اباد په لارو کوڅو کې د سترې محکمې د اعلان تود هرکلۍ وشو.

دا اعتراضونه په داسې وخت کې پیل شوې دي چې د پاکستان انتخاباتو ته لږ وخت پاتې دی. پرون په نیویارک کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې حنا رباني کر وویل:

«اوس چې یوازې دوې میاشتې د پاکستان په شپیته کلن تاریخ کې لومړي دیموکراتیک انتقال ته پاتې دي، دغه سړی رارسیږي، تاسو پوهیږئ، دی له لرې ځایه راځي او وایي، پارلمان لغوه کړئ، نو څوک دا واک لري چې پارلمان لغوه کړي؟ او څوک دا حق لري چې ووایي چې دی د یوسل او اتیا میلیونه خلکو استازی دی؟ نو زموږ د هېواد په څیر هېوادو کې دا اسانه ده چې په یو ډول څوک له ضرورته پرته غوغا جوړه کړي. هیله لرم چې دا غالمغال ډير ژر غلی شي)

له نولس سوه اووه څلویښتم کال راهیسې چې پاکستان جوړ شوی دی تر اوسه یو منتخب حکومت هم تر پایه نه دی توانیدلی چې واکمن وي او د انتخاباتو له لارې بل حکومت ته واک وسپاري.

اغیزمن دیني عالم محمد طاهر القادري په اسلام اباد کې مظاهره کوونکو ته وویل، چې دی په انتخاباتو کې د اصلاحاتو غوښتنه کوي او باید دا انتخابات په خپل وخت ترسره شي. ټاکل شوې ده چې را روان پسرلی په پاکستان کې انتخابات وشي.

قادري نن خپلو زرګونو ملاتړیو ته په اسلام اباد کې خبرې وکړې. دا دریمه ورځ ده چې قادري له خپلو ملاتړیو سره په اسلام اباد کې دی او اعتراض یې پیل کړی دی.

د قادري د ټویټر په پاڼه کې په انټرنټ کې دا خبر خپور شوی دی چې انتخابات باید په نوي ورځو کې وشي.

قادري د اداري فساد خبره کوي او وایي، چې په پارلمان کې لوټمارو خپلې پیسې له پاکستانه بهر په بانکونو کې ایښې دي.

قادري چې پنځه کاله په کاناډا کې وو په وروستیو کې پاکستان ته ستون شو، ده د حکومت د لغوه کیدو غوښتنه کړې ده او وایي چې دا حکومت په اداري فساد اخته دی او د حکومت کولو وړتیا نه لري.

قادري د رسنیو دا اوازې رد کړې، چې د پاکستان پوځ د ده ملاتړ کوي.

په رپوټونو کې د قادري د پیسو په اړه هم سوالونه پیدا شوې دي چې ده دا شتمني له کومه کړه چې د حکومت پرضد یې دومره ستره اعتراضیه غونډه جوړه کړې ده.