د قطر صدراعظم وایي، هېواد یې غواړي چې په افغانستان کې تر۲۰۱۴ کال پورې چې ټاکل شوې له دې هېواده د ناټو په مشرۍ نړېوال محارب ځواکونه ووځي، یوه سیاسي ثابته پروسه پیل شوې وي.
د قطر صدراعظم شیخ حمد بن جاسم الثاني له خپل لیبیایي سیال سره په دوحه کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل، چې هېواد یې دې ته تیاری نیسي چې هرڅومره ژرچې کیدای شي د طالبانو لپاره دفتر پرانیزي ترڅو د خبرو اسانتیا رامنځته شي.
هغه وویل، زموږ هدف دادی چې له خپلو افغان وروڼو سره مرسته وکړو او یوه داسې حل لاره پیدا کړوچې د ټولو یا حد اقل د یوزیات شمیر اړخونو لپاره د منلو وړوي.
افغان ولسمشر حامد کرزي او د امریکا ولسمشر بارک اوباما تیره اونۍ وویل چې دوی دواړو له دې سره موافقه کړې چې د طالبانو لپاره په قطرکې دفترپرانستل شي.