امریکا افغان پوځ ته د ماین د معلومولو او شنډ کولو پرمختللي وسایل ورکوي

د افغانستان د دفاع وزیر وایي امریکا ژمنه کړې چې افغان ځواکونو ته به د ماین د معلومولو او له منځه وړلو پرمختللي وسایل ورکړي.

جنرال بسم الله محمدي نن په کابل کې خبریالانو ته وویل؛ دا رنګه وسایل اوس هم په افغانستان کې ناټو ځواکونه لري؛ چې د تلفاتو په کمیدو کې یې ورسره مرسته کړې:

"هغوي وعده وکړه، داسې اسانتیاوې به موږ ته راکړي، داسې نقلیه وسایل زموږ په واک کې کیږدي؛ چې ماین کشف او له منځه یوسي."

د ښاغلي محمدي په وینا اوسمهال په افغانستان کې د ملکي تلفاتو اتیا سلنه د سړک د غاړې بمي چاودنو له وجې ده او همدراز هر کال یو زیات شمیر افغان عسکر د ماینونو قرباني کیږي.

نوموړي ونه ویل، چې امریکا به دغه وسایل کله افغانستان ته ورکوي.