القادري وايي په څو ساعتونو کې ممکن د پاکستان حکومت ړنګ کړي

د پاکستان یو دیني عالم خپلو زرګونو پلویانو ته چې په اسلام آباد کې راټول شوي؛ وویل، په څو ساعتونو کې ممکن حکومت ړنګ کړي.

محمد طاهر القادري او د هغه په زرونو ملاتړي د یکشنبې په ورځ له لاهور څخه روان شوي وو او د دوشنبې په ماښام اسلام آباد ته ورسیدل.

دوی خپل دا لاریون "د ډموکراسۍ د کاروان لاریون" بولي او په حکومت کې د ادارې فساد پر ضد یې اعتراض کړی او انتخاباتي سیسټم کې د بدلونونو غوښتنه کوي.

قادري نن سهار خپلو ملاتړو ته د وینا پر مهال، حکومت ته د ګوښه کیدو یو ضرب الاجل اعلان کړ:

"زه تاسو ته تر سهاره وخت درکوم چې اعلان وکړئ، د اصولو پر اساس واک پریږدئ او پارلمان منحل کړئ. زه تاسو ته تر سهاره وخت درکوم چې په خپله دا کار وکړئ او کنه نو خلک به په خپله د چارو واګی په لاس کې واخلي."

د دغه صوفي دینې عالم پلویانو د پارلمان د ودانۍ محافظتې دیوالونه لیرې کړل او د ودانۍ پر لور پر مخ لاړل. حکومت د دې کسانو په اعتراض بندیز لګولي؛ خو دوی یې خیال نه دی ساتلی.

د سې شنبې تر سهاره د طاهري د پلویانو لاریون سوله يیز و؛ خو وروسته یې له پولیسو سره لنډه نښته وکړه. راپورونه وایي، پولیسو هوایي ډزې وکړې او مظاهره کوونکو ورباندې د ډبرو ګزارونه وکړل.

له مظاهرې مخکې د پاکستان د پارلمان د ودانۍ مخې او شاوخوا ته په زرونو امنیتي ځواکونه ځای پر ځای شوي وو.