یو امریکايی جګ پوړی پلاوی د ترکمنستان او قرغزستان په لور روان شوی

د امریکا د متحده ایالاتو یو جګ پوړی ډپلوماټ د مرکزي آسیا د جمهوریتونو ترکمنستان او قرغزستان په سفر وتلی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو په وزارت کې د جنوبې او مرکزي آسیا د چارو مرستیال "رابرټ بلیک" به نن د ترکمنستان مرکز عشق آباد ته لاړشي او هلته به له جګ پوړو حکومتي چارواکو سره خبرې وکړي.

تمه ده، چې بلیک به د ترکمنستان له مشرانو سره د سیمه ییزو امنیتي مسالو، په ترکمنستان کې د نړیوالې پانګونې او بشری حقونو په ګډون، په پراخو مسالو خبرې وکړي.

بلیک به په ترکمسنتان کې د استوګنې پر مهال د دې هیواد د مدني ټولنو له استازو سره هم وویني. د ترکمنستان حکومت د بشري حقونو د خرابي سابقې له امله تر انتقادونو لاندې دی.

بلیک به د چهارشنبې په ورځ قرغزستان ته سفر وکړي.