افغان ولسمشر حامد کرزي ویلي دي، په افغانستان کې له ۲۰۱۴ م کال وروسته پاتې کیدونکیو امریکايي سرتیرو ته د افغانستان د قوانینو څخه د مصونیت ورکولو پریکړه به اته - نهه میاشتې وروسته وشي.
ولسمشر حامد کرزي چې د امریکا متحدو ایالاتو ته یې په تیره اونۍ کې له ترسره کړي سفر وروسته؛ پرون په کابل کې خبریالانو ته خبرې کولې؛ وویل، چې افغان حکومت د دې موضوع په اړه د امریکا د متحدو ایالتونو لومړنی وړاندیز رد کړی دی. ولسمشر کرزي وویل، چې په دې اړه دویم پړاو خبرې به په کابل کې کیږي.
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر بارک اوباما ویلي دي؛ چې که چیرې امریکايي سرتیرو ته د افغانستان له قوانینو څخه مصونیت ور نه کړل شي؛ امریکا به افغانستان کې له ۲۰۱۴ م کال وروسته هیڅ امریکايي سرتیري پرې نه ږدي.
پر ځای یې ولسمشر بارک اوباما وايي، چې که چیرې امریکايي سرتیري په افغانستان کې په کوم جرم تورنیږي، هغوی باید د امریکا د قوانینو لاندې محاکمه شي.