د ننګرهار په شیرزادو ولسوالۍ کې درې تنه وسله وال وژل شوي دي

د ننګرهار په شیرزادو ولسوالۍ کې درې تنه وسله وال وژل شوي دي.

د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي، چې تیره شپه افغان او بهرنیو ګډو ځواکونو د شیرزادو ولسوالۍ د توتو په سیمه کې عملیات کړي، چې په پایله کې درې تنه وسله وال يي وژلي دي.

بل خوا د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ازادۍ راډیو ته په راستولي پیغام کې د دوو طالبانو وژل مني او په خبره يي په دغه پېښه کې دیوه کمین په ترڅ کې درې تنه بهرني عسکر هم وژل شوي دي.

خو ولایتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.