روسیه: د سوريې مخالفین دې د وينې تويېدنې د مخنيوي لپاره د اسد له حکومت سره خبرو ته غاړه کښېږدي

د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف د سوريې له مخالفو جنګياليو او د هغوي له مشرانو د روسيې غوښتنه تکرار کړه، چې د وينې تويېدنې د مخنيوي لپاره د بشارالاسد له حکومت سره خبرو ته غاړه کښېږدي.

لاوروف د اسد له خوا د ده په وروستۍ وينا کې شوي نوي پېشنهادونه ياد کړل او په سوريه کې يې اپوزيسيون ته لارښوونه وکړه څو په وړاندې يې عکس العمل څرګند کړي:

“يقيني يو چې له دې وضعيت څخه د وتلو لار بايد د ژنيف له ابلاغيې سره سمه وي، زه به دا بيا تکرار کړم، چې له کوم مخکېني شرط پرته. ځکه هر ډول مخکېني شرطونه د ډيالوګ پيلول ناممکن کوي. دا مهمه ده څو اپوزيسيون چې لا هم خبرو اترو ته نه حاضرېږي او هر بل کس اړ کړاى شي چې د خبرو اترو مېز ته کښېني”

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون اوونۍ مخکې د اسد پر وينا نهيلي څرګنده کړه، دغه وينا د امريکا له خوا غندل شوې ده.

د سوريې د ياغيانو دا وينا د يوې نوې جګړې اعلان ګڼلې ده.

لاوروف د روسيې دريځ بيا څرګند کړ او ويې ويل د اپوزيسيون دا غوښتنه چې غواړي اسد له واک څخه ليرې شي، د سوريې د دوه کلنې شخړې د ختمولو لپاره د سولې خبرو ته مخکنى شرط نه شي کېداى.

د سوريې په شخړه کې لږ تر لږه ٦٠ زره کسان وژل شوي دي.