د پاکستان صدراعظم به د بلوچستان ايالتي حکومت تر بريدونو څو ورځې وروسته ليرې کړي

د پاکستان صدراعظم راجا پروېز اشرف موافقه کړې، چې د بلوچستان ايالتي حکومت تر خونړيو فرقوي بريدونو څو ورځې وروسته ليرې کړي.

د پنجشنبې په ورځ په کوټه کې دوو بمي چاودنو تر ٩٠ زيات هزاره ګان ووژل.

اشرف پرون په کوټه کې د ځايي هزاره ګانو مشرانو ته وويل، چې د دوي غوښتنې به ومني او د بلوچستان ځايي حکومت به ليرې کوي، د حکومت پر ځينو مشرانو هزاره ګان تور لګوي چې د دوى په وړاندې تاوتريخوالي ته لمن وهي.

اشرف دا هم وويل، چې ملېشه ځواکونه به د هغو مشکوکو سخت دريځو وسلوالو په وړاندې عمليات پيلوي، چې د پنج شنبې د ورځې په بريدونو کې لاس لري.

د صدراعظم د څرګندونو په عکس العمل کې د شيعه هزاره ګانو مشرانو وويل چې دوى به خپل اعتراض پايته ورسوي.

دوى د اعتراض په توګه د خپلو مړو له ښخولو ډډه کوله او ټاکل شوې نن يې خاورو ته وسپاري.