نن به د پاکستان او هندوستان پوځي چارواکي د لانجمن کشمیر په سرحدي سیمه کې سره وګوري

ټاکل شوې ده، چې نن ( دوشنبې ) به د پاکستان او هندوستان پوځي چارواکي د لانجمن کشمیر په سرحدي سیمه کې سره وګوري. دوي دا لیدنه وروسته له هغې کوي، چې د پولې د دواړه غاړو په بریدونو کې د دواړو خواوو څخه سرتیري ووژل شول .

د دواړو خواوو ترمنځ د دوشنبې د ورځې لیدنه د شخړو د هوارۍ په اړه د هغه شوي توافق د یوې برخې په توګه ترسره کیږي، چې په لویو جګړو د داسې نښتو د بدلیدو د مخنیوي لپاره ترسره کیږي.

اسلام اباد ویلي د پولي له هاغاړې بریدونو کې دوه پاکستاني سرتیري وژل شوي دي.

نوي ډیلي هم ویلي دوه هندي سرتیري د پاکستاني ځواکونو له خو وژل شوي دي، چې له یوه هندي سرتیري څخه د همالیا د غرونو په دې لانجمنه سیمه کې سر پرې شوی دی .