د برېکنګ نيوز قربانيان

عمران شيخ

په نوره نړۍ کې د ژوند د نورو برخو غوندې رسنيو هم ډېر پرمختګ کړى دى، خو رسنۍ يې سره له دې چې خپلو کارکوونکيو ته لوړې تنخاوې ورکوي، د هغوى ژوند ورته تر هر څه مهم دى، خو په پاکستان غوندې وروسته پاته هېوادونو کې چې خلک يې دوامداره بې سوادۍ، پوځي حکومتونو، جګړو او مذهبي سخت دريځۍ سخت ځپلي دي، رسنۍ هم پکې د ټولنې د پرمختګ او د خلکو د هوسايۍ پر ځاى خپلو ګټو ته زيات پام کوي او د يو ډول صنعت او کاروبار بڼه يې خپله کړې ده، د رسنيو دې کاروباري هوس ژورناليزم د خلکو د خدمت پر ځاى، له حکومتونو او له خلکو د پيسو ګټلو وسيله ګرځولى دى.

اقبال

د دسمبر پر لسمه چې په کوټه کې پر علمدار سړک په سنوکر کلب کې د جنتونو ارمانجن "يوه لېوني ځله ډز وهل"، د لسګونو ځوانانو د ځوانۍ شمعې يې و وژلې، د (اېدهي) مرستندويې ادارې کارکوونکي به د مړيو او ټپيانو پورته کولو ته ورتلل، پوليسو به خپله وظيفه تر سره کوله، خو د سيالۍ او کاروبار په ناروغۍ اخته د بيړني خبر (برېکنګ نيوز) د ژورناليزم غوږونو ته يې هم ږغ ور رسېدلى وو او په بيړه يې خپل بېچاره خبريالان ور ولېږل، چې د مړيو او ټپيانو فلمونه جوړ کړي، عکسونه يې واخلي او بيړنى خبر يې خپور کړي، هغوى هم چې خپلې بېوزلۍ يې ډار له زړونو ايستلى وو، تکړه توب يې ښکاره کړ او د علمدار سړک د (پرل انګليسي انسټيټوټ) د ودانۍ پر کونج د چاودنې ځاى ته ور جاروتل، خو لا يې د چاودنې د قربانيانو خبر نه وو اخيستى چې يوې بلې زورورې چاودنې د سترګو په رپ کې دوى هم د برېکنګ نيوز قرباني کړل.

دغو خونړيو چاودنو زموږ درې ځوانان ملګري راڅخه واخيستل او د کوټې د پريس کلب کور يې له دې زړورو زامنو خالي کړ. په هغه ورځ پر باچاخان چوک تر بمي چاودنې وروسته د پريس کلب د کمپيوټر په لاندې مځکنۍ خونه کې ناست وو، ما پر رپوټ کار کاوه، د مشال راډيو خبريال خداينور ناصر مي څنګ ته ناست وو، په هغه پسې د اين اين اى خبري اژانس عکاس خبريال محمداقبال ناست وو، په خپل همېشني انداز يې خندل، ټوکې يې کولې، هغې بلې غاړې ته يې کشر ورور عکاس حسن خان هم د چاودنې د عکسونو په ترتيبولو بوخت وو، خو خبر نه وو چې ماخوستن به د مرګ بلا په علمدار سړک کې اقبال جان راڅخه په ابدي خوب ويده کړي او حسن به په وينو لړلى د کوټې د نظامي روغتون په ټپيانو کې پروت وي. اقبال په عمر شاوخوا پينځويشت کلن ځوان وو، کورنۍ ژبه يې پارسي وه، ځکه نو ما به کله- کله په پارسي خبرې ورسره کولې، په دغو ورځو کې يو څه چاغ شوى هم وو، يوه ورځ مي ورته وويل:

- اقباله! ورځ په ورځ چاغېږې، ډوډۍ لکه چې ډېره سوې ده

په همېشني انداز يې په خندا وويل:

- چورت يې مه وهه، دونيا هسې هم فاني ده

مرګ څومره ظالم دى، کله- کله د چا ټوکه هم په ريښتيا بدله کړي، اقبال فاني دونيا موږ پر ډوډۍ مينو انسانانو ته را پرېښوه او ځان يې بېغمه کړ.

محمدعمران شيخ د سما ټلويزون کېمره چلوونکى وو، د کور يواځينى ګټندوى وو، په ٢٠٠٩م کال کې يې واده کړى وو، دوې ماشومې لوڼې او مېرمن يې د نېستۍ پر ټغر پرېښوول. عمران سګرېټ ډېر څکول، هسې ډېر پټخولى وو، خو چې په پريس کلب کې به له ملګرو سره په خبرو سر وو، ټوکو به يې ملګري هم له خندا شنه کړي وو، پخپله به يې هم خوله له خندا نه سره ټولېده، خو چې د کومې پېښې ږغ به وشو، سمدستي به يې خپله کېمره اوږې ته کړه او له خپلو نورو ملګرو سره به په بيړه له پريس کلبه و ووت، ښايي هغه به خپلې غريبۍ پخپل کار کې دومره بيړنى کړى وو، خو د کاروباري ژورناليزم د شتمنۍ هوس د برېکنګ نيوز په ناوړه کلتور کې هغه هم د نورو خبريالانو غوندې چټک روږد کړى وو، همدې بيړني فلم جوړولو پخپله د عملدار سړک د خونړي فلم د وحشي صحنو برخه کړ او ځوانيمرګ شو. کشکې د ډوډۍ او شتمنۍ هوس پر انسانانو د بې تقديره مرګ پېرزوينه نه کولاى.

سيف الرحمن

درېيم خبريال سيف الرحمن وو، چې په ځوانه ځوانۍ يې انساني درنښت ډېر ژر خلک تر اغېز لاندې راوستل، له خندا ډکې څېرې او جذابو سترګو به يې د روغبړ پر وخت په زړه کې د مينې زړي در کرل، خو د علمدار سړک د بارودو خېټې دى هم له لسګونو نورو ځوانانو او خپلو ژورناليستانو ملګرو سره په داسې ناورين و واژه، چې ټول بدن يې د اور او وينو توپان له ځانه سره وړى وو، موبايل ته يې زنګ نه ورته، اخير يې د لاس په ګوته په ګوتمۍ وپېژندل شو، څومره وحشي مرګ، څوک چې ګوتمۍ په ګوته کوي نو ګواکې پر غميو مين او شوقي سړى وو، خو ژوند او د جګړو په کاروبار اخته تجارانو ورسره څومره ناشوقي وکړه، دغه خوږ انسان يې هم د مرګ په دومره ترخه او تېره چاړه له موږه جلا کړ. سيف الرحمن نو سيف الرحمن وو، په پريس کلب کې له کشره تر مشره داسې څوک نه وو چې دى به په احترام نه ور ولاړېده او په خندا به يې په غېږ روغبړ نه ورسره کاوه. ما به ورته له نازه سيف جان وايه، نيمه کورنۍ يې په کراچۍ، نيمه په کوټه کې وه، پان يې هم خوړ، له خپل کاره سره يې ډېره مينه وه، تر روانو چارو به يې د خلکو پر ستونځو ډېر راپورونه جوړول، خو د برېکنګ نيوز صنعتي ژورناليزم دغه ګل- ګل بلوڅ ځوان هم زموږ د ژورناليزم له باغه و شوکاوه.

له تېرو لسو کلونو راهيسې چې په افغانستان او پاکستان کې ځانوژونکي بريدونه او بمي چاودنې کېږي، وسلوالو دا طرز هم خپل کړى چې تر يوې چاودنې وروسته بله چاودنه هم کوي، دا ډول لسګونه پېښې شوې دي، چې دويمې چاودنې د مرستندويو کسانو، پوليسو او ژورناليستانو ژوند يې اخيستى دى، خو بيا هم مقابل لورى ورسره خپل طرز نه بدلوي او د سترګو په رپ کې د پېښې ځاى ته ځان ور رسوي. په پاکستان کې پر دا ډول پېښو برسېره هم رسنۍ خپلو سياليو، د برېکنګ نيوز په خپرولو سره د نوم ګټلو کاروباري ژورناليزم ته ملا تړلې ده او دې ته يې نه ګوري چې د کارکوونکي ژوند يې پکې ځي او که کورنۍ يې په همېشني فقر اخته کېږي.

په کوټه کې تر دې وړاندې هم څو ژورناليستان همداسې تر يوې چاودنې وروسته په بله کې وژل شوي، خو ادارې يې يواځې د هغوى د مرګ په کاليزو يادوي، د خپلو وژل شويو خبريالانو د نومونو په لړۍ پسې يې ور غوټه کوي، نور نو د هغوى کورنۍ چې په کومه درپدرۍ کې ژوند کوي، دا د ولس خبروونکې رسنۍ ترې بې خبره دي.

د بلوچستان په شمول د ټول پاکستان او د افغانستان ژورناليستان تر هغه وخته پورې چې جګړې يې په سيمو کې روانې وي، "لېوني ځانونه سره ډز وهي" او د بمونو الوځولو کلتور ژوندى وي، بايد يوه نه بدلېدونکې پرېکړه وکړي او د رسنيو له ادارو سره داسې تګلاره خپله کړي، چې کارکوونکي به يې کره خبرونه، د پېښو کره فلمونه او عکسونه ورکوي، چې دا به د ژورناليزم په وسيله په چاودنو کې د انسانانو د غوښو او وينو د ښکاره کولو مخه هم ونيسي او خلک به هم له نفسياتي ناروغيو و ژغورل شي او په ټولنه کې به د جګړو د ختمولو لپاره مثبت فکر کولو ته لاره هواره شي، که داسې ونه شي نو د برېکنګ نيوز لېونۍ تنده به د اور او وينو په دې خونړي چاپېريال کې د نورو ډېرو خبريالانو د کورونو شمعې هم ور مړې کړي، نو د خبريالانو ټولنې دي پريس کلبونه له کنډواله کېدو او ټولنه د قصابه کېدو له ډاروونکي دوزخي حالته و ژغوري.

بارکوال مياخېل