قاهره: یوې محکمې د حسني مبارک له خوا د استیناف غوښتنه ومنله

د قاهرې یوې محکمې د پخواني ولسمشر حسنې مبارک له خوا د استیناف غوښتنه منلې ده.

مبارک په تیره جون میاشت کې د خپلې واکمنۍ په وروستیو میاشتو کې د هغه د نظام پر ضد د ولسي پاڅون پر مهال د ۹۰۰ مظاهره کونکو د وژلو په قضیه کې په عمر قید محکوم شوی دی.

د قاهرې محکمې له سره د حسنې مبارک د دې قضې او د هغه د واکمنۍ پر مهال د کورنیو چارو د وزیر حبیب العدلي د قضي د څیړولو حکم صادر کړی دی.

حبیب العدلي هم تیر کال په عمر قید محکوم شوی دی.