د ګرجستان له زندانونو څخه ۱۹۰ سیاسي بندیان خوشې شول

په ګرجستان کې نن ۱۹۰ زندانیان چې ویل کیږي، سیاسي بندیان وو ، د حکومت د بخښنې پر اساس خوشې شوي دي.

راپورونه وايي، د دې پروسې له مخې به په راتلونکو اونیو کې ټول ټال درې زره سیاسي زندانیان ازاد شي.

خوشې شوي کسان له ۲۰۰۵ نیولې تر ۲۰۱۱ کال کې د حکومت ضد سیاسي فعالیتونو له امله بندیان شوي وو.

ولسمشر میخایل ساکاشویلي د تیرې ډسمبر میاشت په ۲۷ نیټه د بخښنې د لایحې هغه برخه چې سیاسي زندانیانو پورې تړاو لري ویټو کړه.

وروسته له هغې چې د روانې جنورۍ میاشت په یوولسمه د دې لایحې د توشیح لپاره ولسمشر ته ټاکل شوې نیټې تیره شوه، د دې هیواد د پارلمان رییس دا لایحه لاسلیک کړه.