ننګرهار: د کوکنار د کښت په تور سلګونه کسان لویې څارنوالۍ ته معرفي شوي

د ننګرهار چارواکي وايي، د کوکنارو د کښت په تور په سلګونو نيول شوي کسان يې لويې څارنوالۍ ته معرفي کړي دي.

د ننګرهار د والي وياند احمد ضيا عبدالزي ازادۍ راډيو ته وويل شا و خوا 300 کسان په خوګياڼيو، اچين، پچير اګام، سپين غر او هسکې مېنې ولسواليو کې نيول شوي، چې دا مهال په توقيف کې دي.

عبدالزي وويل، په سيمه کې د قاچاقبرو ډلې کروندګر هڅوي؛ چې کوکنار وکري او د حاصل د رانيولو ژمنې ورسره کوي، ځکه نو په ننګرهار کې دغه کښت زيات شوى دى.

ده وويل، چې د دې کښت د مخنيوي او قاچاقبرو د نيولو لپاره هم دولت ځينې تدابير نيولي دي.